...

سلیمان لایق

وې به ملاجان چې زه ورځمه کابل جان ګټم

زه خپل جوماتونه, زیارتونه, امامان ګټم

زه په څه دوکان کې عاشقان او عارفان ګټم

زه له مدرسو نه خواره شوې طالبان ګټم

زه له «ملحدانو» شریعت ګټم، قرآن ګټم

زما باور به نه راته

 

وې به ملاجان دغه دنیا خو تیریدونکې ده

ټوله «مافیها» په دې فاني کې ختمیدونکې ده

دا د قدرتونو ډنډوره تمامیدونکې ده

ورځ د عرصات او د محشر رارسیدونکې ده

زه په خپل جهاد کې تشه خوښه د سبحان ګټم

زما باور به نه راته

 

وې به ملاجان! زه د لالونو تمهدار نه یم

زه یو «مجاهد» یم! زه شوقي د اقتدار نه یم

زه مامو د شرعې یم! د هیچا صوبهدار نه یم

زه د پرنګیانو د پلانونو ټیکهدار نه یم

زه د روس له پوځه پاکه خاوره د افغان ګټم

زما باور به نه راته

 

وې به ملاجان زه چې دا دومره اذانونه کم

چرګ د ډیران نه یم، زه مخلوق ته اوازونه کم

زه له روح الله سره په عرش کې پروازونه کم

زه له چا څه نه غواړم! په خدای باندې نازونه کم

زه له کافرانو آزادي د مسلمان ګټم

زما باور به نه راته

 

راشه اوس یی ګوره ملاجان چې څه نخرې کوي

خلک سره وژني، دی پرې خاندې مسخرې کوي

تښتي له جوماته مقتدیانو ته پلمې کوي

ټول هیواد یې چور کړ او لا ناست دی مسآلې کوي

هره ناروا، روا کوي، خپلې چړچې کوي

راشه ملا وګوره!

 

اوس ملا حاکم شو سرغنه د جلادانو شو

دوست د کافرانو شو، دښمن د مومنانو شو

نیم د یهودیانو شو، نیم نور د سعودیانو شو

زیات د پاکستان شو، یو څه کم د ایرانیانو شو

اوس دا خیرات خور، د ډالرو نوتفالې کوي

راشه ملا وګوره!

 

اوس واعظ د شهر پیش امام د شیطانانو دی

خنډ د صادقانو، ملاتړ د خاینانو دی

قتل د حسین ته، تیغ بردار د یزیدانو دی

دوست د هر دښمن دی او دښمن د افعانانو دی

ناست دی د وطن د خرڅولو قبالې کوي

راشه ملا وګوره!

 

وایي ملاجان چې زه غازي یمه تورزن یمه

زه واکدار د ژوند او قتلولو د هر تن یمه

تخت او تاج می خپل دی، زه مالک ددې وطن یمه

کوز به ترینه نشم، په چوکۍ باندي مئین یمه

اوس په خیټه موړ شو، نوې نوې توطئې کوي

راشه ملا وګوره!

 

خلک ورته وایي ملا ورشه جوماتونو ته

وتړه ور وتړه ټوپکو ته، بمونو ته

ټینګ شه عبادت ته، ریاضت ته، اذانونو ته

دا دنیا فاني ده، ځان تیار کړه، جنتونو ته

ځان رسوه حورو ته، غلمانو ته، جامونو ته

زموږ ملا یې نه مني

 

خلک ورته وایې، چې وروري ښه ده، امان ښه دی

ناسته د مؤمن ښه ده، ملاتړ د مسلمان ښه دی

بیا تر هر پردې نه د خپل کور کلی افغان ښه دی

دې ګردې دنیا نه یو بڅری د ایمان ښه دی

مه خلاصوه لاره تباهۍ د ولسونو ته

زموږ ملا یې نه مني

 

خلک ورته وایې افغانان په پردو مه وژنه!

دغه خوار وګړي د ایران په پیسو مه وژنه!

دا خواره واره د پاکستان په بمو مه وژنه!

دغه دینداران د بې دینۍ په پلمو مه وژنه!

وګوره قرآن ته، پاک الله ته، کتابونو ته!

زموږ ملا یې نه مني

 

زموږه ملا وایي زه د هر څه ذمه وار یمه

زه خپله قاضي یم، هم قانون یم، هم سرکار یمه

زه د رسولانو د میراث سلسلهدار یمه

زه د جنتونو د وېشلو ټیکهدار یمه

ولس وایې لږ پام کوه زموږ ماتو سرونو ته

زموږ ملا یې نه مني

 

زموږ ملا اوس مخامخ د دین سوداګري کوي

تللی پېښور ته زموږ د خاورې بیپاري کوي

نوی وهابي شوی، د سیاف سره یاري کوي

ووته میدان ته د ډالرو جواري کوي

اوس قومندان شوی، بله ورځ به خرکاري کوي

چپ شه چا ته مه وایه