سلیمان لایق
ملا ته اسمان ښکاري، د
جومات د خونې بام
سپوږمۍ ورته ښکاریږي، د
نوبت د کورتو جام
اسلام د تورو کرکو او
وژلو یو مرام
قران یوه چاړه، د بې
بنیاده انتقام
الله د ږیرورو قاتلانو
یو امام
ملا ته اسمان ښکاري د
جومات د خونې بام
ملا ته دنیا ښکاري د
غوايي پر ښکر ولاړه
تاریخ ببره ږیره د عرب د
سر ریتاړه
ولس یوه رمه او امارت د
مستو ګاړه
د تورې لمن نیسه خلاصوه
ورڅخه غاړه
دوه غبرګ تېغونه واخله،
چلوه ورباندې دواړه
ملا ته دنیا ښکاري د
غوايي پر ښکر ولاړه
کابل چړي خانه شوه د
عربو د ناتار
وطن یوه منډهي شو د پردو
د کاروبار
لرغونی بامیان وران شو د
پنجاب په افتخار
معصوم بودا شهید شو په
چاړه د استکبار
فیصل زموږ امام شو،
اسامه زموږه پلار
کابل چړي خانه شوه د
پردیو د ناتار
طالب په ای اس ای باندې
ټېکه شو د وجدان
په تور پنجاب یې خرڅ کړ،
غیرتي افغانستان
کلداره د دین برخه شوه،
ډالر سوچه ایمان
خلیج د خدای جنت شو او
شیخان پیغمبران
کابل اسلام اباد شو،
افغان خاوره پاکستان
طالب په ای س ای باندې ټېکه
شو د وجدان
طالب بامیان ته راغی په
مقصد د انتقام
یو زوړ دښمن یې راوست په
جامه کې د اسلام
د وینو رود یې خپور کړ
په محراب کې د سلام
په تور ذهن یې ړنګ کړ د
بودا دارالسلام
پنجاب تر پایه وچښه د افغان
د وینو جام
طالب بامیان ته راغی په
مقصد د انتقام