...

سلیمان لایق

څوک په خپل وطن كې د پرديو غلامان شوو

څوک د لمر په جنګ کې په تيارې پسې روان شوو

څوک د قوم او ژبې د تبعیض قهرمانان شوو

چا ږيره اوږدہ کړہ د جنت ټیکه داران شوو

سرې وینې بہېږي د افغان له ټپي تنه

پاڅېږہ وطنه

وږي ملایان میلیونران شوو د بانکونو

دین ایمان یې ورکړل په ډالرو په پونډونو

لوڼه یې زینت شوې د خليج د ساحلونو

شرعه يې جاري کړہ د عربو د بزمونو

بوی د کفر جګ شو د اسلام له انجمنه

پاڅېږہ وطنه

لاړل پاکستان ته له یوې مخې جهادي شول

بم باروت یې راوړل د وطن د بربادي شول

سوله یې تالا کړه، د قتلونو بنیادي شول

خپل کور ته د غم شول، پنجابي ته د ښادي شول

سپین جواز یې واخیست له لندن او واشنګټنه

پاڅېږہ وطنه

 

خپلو قاتلانو، قصابانو ته حيران يو

دغو هيواد پلورو افغانانو ته حيران يو

موږ د خپلې خاورې دلالانو ته حيران يو

موږ دې وینو څښونکو شرمښانو ته حيران يو

خپل ځان کې شرمېږو د نړۍ له هر تنه

پاڅېږہ وطنه