سلیمان لایق
دا چا نه وو
ورنه غوښتي
ده به وې زه
مو نوکر یم
زه د دې خلکو
غلام یم
زه د دې
خاورې چاکر یم
په دې ترڅ کې
به یې ووې
زه په خټه کې
پښتون یم
موږ به وکتل
یو بل ته
چې دا څه
شانې جنون دی
څه توپیر یې
په موږ کیږي
هزاره دی که
پښتون دی
په دې سختو
سختو لارو
په دې تورو
تورو شپو کې
یو غوښتونکی
د بدلون دی
یو سرباز د
ازادۍ دي
یو لېوال دی،
یو مجنون دی
حادثې شوې
نورې نورې
پر موږ نوی
زمان راغی
هره ورځه
آینه شوه
د هر چا
امتحان راغی
خلکو وویل یو
بل ته:
پرونی مشر
بدل دی
دا خو سم
سوچه جلاد دی
دا هغه نه دی
یو بل دی
تاریخ وخندل
په لوړه
وې نه بل دی
نه بدل دی
دا هغه ستاسې
غلام دی
دا هغه پرونی
غل دی