...

سلیمان لایق

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

زرپوښتنې کړم په هره سا کې ځواب نه وايې

اور کې ابراهیم خلیل الله ته ځواب نه وايې

وړانګه شې په طور کې او موسا ته ځواب نه وایې

سره صلیب دپاسه روح الله ته ځواب نه وایې

ان په بیت الله کې مصطفی ته ځواب نه وایې

ولې د بلخي زردشت دعا ته ځواب نه وایې

ولې حیرتونو د بودا ته ځواب نه وایې

ولې لارویانو د وفا ته ځواب نه وایې

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

ولې دې ګونګی انسان لېوال د فریادونو کړ؟

ولې دې راویښ د ویدې خاورې له خوبونو کړ؟

ولې دې عاشق د بې انجامه تکلونو کړ؟

ولې دې پردېس د ورکې لارې د مزلونو کړ؟

ولې دې بې واکه یرغمل د تقدیرونو کړ؟

بیا دې دا مجبور ولې مسؤول د عملونو کړ؟

ولې دې ظالم یزید په شام کې د بزمونو کړ؟

ولې د مظلوم حسین شهید د ارمانونو کړ؟

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

ځمکه دې انسان ته په کیهان کې یوه بېړۍ کړله

دی دې په کې بند کړ او هستي دې پې کړۍ کړله

بیا دې بې انجامه زمان ده ته یوه ګړۍ کړله

برخه د جنت دې پې د خاورو یوه نړۍ کړله

لوڅ لپړ دې ویوست ور په غاړه دې شړۍ کړله

ټول کوندری دې ونغښت ور په لاس دې یوه مړۍ کړله

ژبه دې د حق په استدلال باندې ترړۍ کړله

وروسته دې تلکه د ابلیس پسې ګرړۍ کړله

ولې دې پېچلې معما ته ځواب نه وایې؟

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

یو ځلې په شوق یوه نازنینه لیلا جوړه کړې

بله ورځ هماغه د چینجو جوړه کڅوړه کړې

کله په اغزیو کې د ګلو دنیا وسپړې

بیا په یوه تودوخه ټول رنګین ګلونه پروړه کړې

کله د مېږي په نېښ ځواکمن هاتي ناجوړه کړې

کله د باتور زمري نه جوړه یوه ګیدوړه کړې

کله خر باچا کړې د اسونو په شموړه کړې

سپور په یو عاقل ملت دپاسه یو ناجوړه کړې

ولې دې بې نیاوه مشغولا ته ځواب نه وایې؟

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

وايي فیلسوف چې د فطرت اوبه به خړې شي

نظم به بدل شي او ښېګڼې به ناوړې شي

دین به یوه ملنډه او موسا به بې لکړې شي

دا فرهنګ به ورک شي تمدن به دړې وړې شي

زموږ ښکلې دنیا به یوه جونګړه اوبو وړې شي

شپه او ورځ به نه وي، کاینات به د اور لړې شي

یو ملیارد لمرونه به د یوه حریق لوخړې شي

زموږ لمر او پېروني به لمبو کې څو خسړې شي

ولې دې د عقل ادعا ته ځواب نه وایې؟

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

موږ تا سره څوک یو؟ بندګان، نو بنده ګان څه دي؟

ستا په واکمنۍ کې دا بې واکه غلامان څه دي؟

بیا په دې بې واکو کې دوستان او دښمنان څه دي؟

تک تور دوزخیان څه دي؟ ښاغلي جنتیان څه دي؟

بیا په دې کې ډلې د پسونو او لېوان څه دي؟

دغه ببرږیري ناخبره ملایان څه دي؟

دغه د خپل نفس د شهوتونو اسیران څه دي؟

دا د جنتونو د ټیکې داوه داران څه دي؟

ولې دې اپلتو د ملا ته ځواب نه وایې؟

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

شپه څه ده؟ غرمه څه ده؟ سحر څه ده؟ ماښام څه دی؟

لمر څه دی، سپوږمۍ څه ده؟ په شپې باندې یې لام څه دی؟

غشي د اسمان څه دي؟ د هسک لاجبري بام څه دی؟

ژوند څه دی مرګی څه دی؟ د حشر انتظام څه دی؟

شرنګ د زولنو څه دی، د تورې څه د جام څه دی؟

تا ته د هستې په هستولو کې ناکام څه دی؟

زموږ په پاڅولو کې له خوبه ستا مرام څه دی؟

ته څه یې؟ هستي څه ده.... د ټولو سرانجام څه دی؟

ولې پلټونکو د رښتیا ته ځواب نه وایې؟

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

موږ چې ګیلاس جګ کړو، په کې ډوب شو جهانونه شو

کله چې د خیال په اس سپاره شو دریابونه شو

څپر څپر ورېځې شو، رنګونه شو ګلونه شو

تالندې د غرونو شو، برېښناوې د سرونو شو

تاج د سمندر شو، په څپو باندې ځګونه شو

سپینې مرغلرې شو، د شنو اوبو لړونه شو

غرونه د اوبو شو، غورهاری د بادونو شو

پلن شو په توپان کې د مستیو سرودونه شو

ولې دغې مستې لېوالتیا ته ځواب نه وایې؟

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

دا په یوه سپرغوټې کې د لمر د مینې کور څه دی؟

دا په یوه قطره کې سمندر سمندر شور څه دی؟

دا له کومه راغی زموږ په زړونو کې دا اور څه دی؟

دا زموږ دننه ستا د پټې غوغا زور څه دی؟

دا د بدنامې د خرابات ټنګ و ټکور څه دی؟

دا په مستو خلکو د ملا د کفر تور څه دی؟

زموږه سترګورو ته د دې ړانده پېغور څه دی؟

دا په لیوني مجنون د تورې لیلی پور څه دی؟

ولې یرغملو د قضا ته ځواب نه وايي؟

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

وايي ملاجان چې په جنت کې به جامونه وي

کار زحمت به نه وی، سر په سر به خوراکونه وي

غوښې به پرېمانه، شرابونه به سیندونه وي

زموږه باد که پرې شي، کیفیت بې د عطرونو وي

کوښې به ورېښمینې، لنګوټې به مو ګلونه وي

زموږ به د خمتا پر ځای د وړانګو لباسونه وي

حورې به بربنډې او نګه به واړه نجونه وي

موږ ته به نڅيږي، ابدي به بنډارونه وي

ولې دې لار ورکي نابینا ته ځواب نه وایي؟

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

موږه به خلقت کې توپیرونو ته څه ووایو؟

موږه په فکرو کې دلیلونو ته څه ووایو؟

دا د شپو او ورځو ګردشونو ته څه ووایو؟

دا د تاریخ لوبو او چمونو ته څه ووایو؟

دغو ماښامونو، سحرونو ته څه ووایو؟

دغو ملیاردونو تصویرونو ته څه ووایو؟

دا د ژوند او مړینې تشویشونو ته څه ووایو؟

موږ د فیلسوف تورو شکونو ته څه ووایو؟

خپلو لاجوابه حیرتونو ته څه ووایو؟

ستا د خواره نظم تضادونو ته څه ووایو؟

ولې دې پېچلې معما ته ځواب نه وایې؟

اې ستره ټولواکه! ولې چا ته ځواب نه وایې؟

 

عشق وزر وزر شو په غوښتو در رسیدلی نه شي

عطر دې ورکاږي خو ګلونه دې لیدی نه شي

وړانګې دې په رغوي او په لپه کې نیوی نه شي

دا رسوا څراغ په آینو کې بندېدی نه شي

ډېر دي پتنګان خو د ډېوې منظورېدی نه شي

هر ملخ، د مینې د لمبو جوګه کېدی نه شي

هر د صحرا سوي د لیلا مجنونېدی نه شي

هر کافر د عقل، د بغداد منصورېدی نه شي

ستا خوني زېندۍ ته هره غاړه قبلېدی نه شي

ولې زموږ یتیمې واویلا ته ځواب نه وایې؟

ولې دې شهیدې تمنا ته ځواب نه وایې؟