سلیمان لایق
کله چې سپېدې
په تیارو غرونو شودې وشیندي
لمر به زري
ګوتو پر ځنګلونو شغلې وشیندي
ویښ کړي وحشي
بوټي پر رغونو وږمې وشیندي
باد په لوړو
څوکو د څېړیو شملې وشیندي
دښتو کې د
سپاندو او ځوځانو رمې وشیندي
خدای د زرغو
غشو کې پر زړونو لشې وشیندي
سترګو د غرڅهوو
کې د مینې ذرې وشیندي
زه په دغه
وخت د بیابان په لوري وګورم
تللي را په
یاد کړم د کاروان په لوري وګورم
زه لا سحر
لمانځم چې افق رنګینه خونه شي
جام د لمر نسکور
شي د سکروټو انبارونه شي
چتر د مغرب
رنګونه وسپړي ګلونه شي
ورېځې پې د
پاسه د رنګونو دریابونه شي
تور ماښام پې
راشي ټول رنګونه سرابونه شي
لمر له تخته پرېوزي
سحرونه ماښامونه شي
نور د خدای
ویده شي دا نړۍ د ظلمت خونه شي
وړانګې تش
خیالونه، باورونه حیرتونه شي
ورک په ترږمۍ
کې د کاروان د پښو پلونه شي
مړه په آینو
کې د غبرګون حقیقتونه شي
مات د
انځورګر په تصور کې تصویرونه شي
عقل ړوند او
کوڼ شي تور وهمونه حجابونه شي
تللې قافلې
په چپاوونو باندې ختمې شي
تږې اندېښنې
په سرابونو باندې ختمې شي
زه په حیرانتیا
کې د اسمان په لوري وګورم
خلاصې دریڅې
د کهکشان په لوري وګورم
ډوب شمه او
ډوب د بل جهان په لوري وګورم
ننه په خپل
زړه ک د توپان په لوري وګورم
سترګو ته
راټول سم د باران په لوري وګورم
ټول وجود
لېمه سم چې د ځان په لوري وګورم
کله چې د دې
جهول انسان په لوري وګورم
زه د
تصویرونو په غبرګون کې یرغمل شمه
زه د آیینو
په یوه کاروان پسې دوربل شمه
بیا چې په
تیاره کې آیینو ته ورنیږدې سمه
ستورو ته
ورغبرګ سم څراغو ته ورنیږدې سمه
اور د زردشت
بل کمه لمبو ته ورنیږدې سمه
وچښمه سکروټې
بلېدو ته ورنیږدې سمه
ټول سپرغۍ
سپرغۍ سم خورېدو ته ورنیږدې سمه
زیری د سبا
سمه سپېدو ته ورنیږدې سمه
مینې ته منظور
سم سوځېدو ته ورنیږدې سمه
اور په غېږ
کې واخلم لمرېدو ته ورنیږدې سمه
ټول تیاره
وجود مې د زڼاوو تصویرونه سي
زړه مې د اور
خونه او ننکې مې لمرونه سي
اې د هستي
پلاره ته په دغو دوو کې څه وایې
ته په فلسفه
د رڼايي او شپو کې څه وایې
ته د دې
تلپاتو دوو په تلو راتلو کې څه وایې
ته په
رښتیايي د دې نړۍ د شتو کې څه وایې
ته د هسک د
اوښکو په زري ککو کې څه وایې
ته د سین په
مستو لېونو څپو کې څه وایې
ته د ګونګو
غرونو بې فریاده شتو کې څه وایې
ته د ویده ګل
د سپړېدو ښکالو کې څه وایې
ته زموږ دننه
په زړو زخمو کې څه وایې
ته د ګل او
پرخې په ژړا خندا کې څه وینې؟
ته په ګڼ
باران او په خوره برېښنا کې څه وینې؟
ګوره چېرې
رسي د مجبورو د کاروان مزل
دا بې پای او
پیله د لار ورکو سرګردان مزل
دا د لمر په
لټه کې د میاشي د جولان مزل
سپور په یوه
حباب او په څپو کې د توپان مزل
دا په ماتو
غبرګو د ناپایه بیابان مزل
دا په ړندو
سترګو د حواسو سرګردان مزل
دا په ډنډ د
سریښو کې دننه د انسان مزل
ګواکې په
وجوب کې د یوه غړنده امکان مزل
دا د پلټنو ناتمامه
هنګامه څه ده؟
دا د هر
مجهول د پېژندنې تلوسه څه ده؟