سلیمان لایق
موږ ته یې
دام ایښی و، په خپله ګرفتار شو
خپل عمل یې
مل شو، ابتکار یې انتخار شو
جېب کې یې د
مار بچوړی راووړ چې موږ وچیچي
خپل روزلی
مار، د ده خوړلو ته ښامار شو
زه چې په
څءخي پله کې جلاد ته سپارل شوی وم
ستر څښتن
خوندي کړم، سروهونکی تارومار شو
هر چېرې چې
ومه مظلومانو خپل ملګری کړم
شپه که هر څو
سخته وه، خپل نیت راته په کار شو
هر سپېڅلی
نیت او صداقت د برخې ونډه ده
چا ولید چې
لمر د شپې په لومو کې ایسار شو