سلیمان لایق
د ماڼکي لوبه
به بله ډرامه شي
که زموږه
جهادیان هم ورسره شي
که پیکار د
ازادۍ دی که د دین دی
افغاني لاس
او پښې به یې اره شي
اسامه پلمه
کوي پې راراوان دی
انګرېزي کسات
غوښتنه به پوره شي
زه د خپل کور
خائنانو ته حیران یم
هر جابر چې
موږ وهي دوی ورسره شي
که عرب که
تور پنجاب، که انګرېزان وي
د هغوی شي
افغاني اروا یې مړه شي
تور مخونه به
په کومو اوبو وینځي
که دا توره
دنیا ورانه شي او سره شي