سلیمان لایق
بیا د غرو
لمنې لاندې کړې وریځو
بیا تیارو ته
وطن پرېښود رڼو ورځو
ساقي کور دې
هدیره شه چېرې ورک یې
خرابات سپېره
جومات شو د بروځو
د لیلا مینه
باړه شوه په شیخانو
میخانه چړې
خانه شوه د نرښځو
نه نارې د
عشق په اور کې د لېوالو
نه یرغل زموږ
په زړو د مستو ښځو
ما له هغه
عقله خلاص کړه جګي جګي
چې نه تومنه
د بلهار شي نه د سوځو
یو د میو سین
روان کړه په محفل کې
چې پې سور
کړو مخ د تکو تورو ورځو