سلیمان لایق
خلاص به
ترېنه نشې اې پښتونه په زاریو کې
ګرځي په
خاشاکو کله مخه د سېلاب
غاړه کږه مه
نیسه غاصب ته ګټه نه لري
غواړي د
بریدګرو جنګیالیو یو ځواب
یو ځأ په اټک
کې خبل غاښونه ورته وچیچه
وګوره بیا
تبه د راوي او د چناب
ته که
لامبوزن یې د توپان له څپو مه تښته
مټې پولادي
کړه غرڅپو ته د دریاب
غواړې که
سرلوړی ژوند د برید تر پایه وځغله
وخت درنه
تېریږي خپل دریځ کړه انتخاب
پرېږده تندر
ولویږي زموږ غرونه به وڅنډي
تور کارغان
به والوځي، اغزي به شي ګلاب
حق به د
حقدار شي، د جګړو لمن به ټوله شي
روڼ لمر به
څرګند شي، تارومار به شي صحاب
ما دې بیا
زیندۍ کړي اخونان په څلورلارې کې
ما د سر په
بیه خپل دریځ کړ انتخاب
اوس چې دي ولاړ
دې تماشې ته د نړۍ خلک
پاک کړه له
پنجاب سره حساب دی که کتاب