...

سلیمان لایق

توبه توبه د دې عصر له آشوبه

زموږ د وخت د بیدارۍ له لېونتوبه

زموږ وطن په پردي جنګ کې لولپه شو

د پنجاب او پرنګي له ظالمتوبه

له بستر د اباسینه تر جیحونه

پراخه شوې د ملا د وینو لوبه

څو افغان وطن غلام کړي پرنګي ته

موږ خلاص کړي له ایمان او سړیتوبه

اې ساقي د مرګ په خوب چېرې ویده یې

خرابات یوه هدیره شوه ستا له خوبه

چې په چم د خرابات کې شراب نه وي

په څه مخ به مدد غواړو له نرتوبه

د ننګ پالو جنګیالو په دود مې مست کړه

چې فارغ شم د خمار له خیال او خوبه

چې خوره شي زموږ په وینو او رګو کې

ازادي، د وروروژنې له خرتوبه

یو ځل مړه زغلي ته بیا لمبه راپو کړه

د پامیر له لوړو څوکو، کوز تر ژوبه

چې ویده غرونه له مخې په غوغا شي

او راپاڅي افغانان د مرګ له خوبه

چې دا تور اسمان په سرو وريځو پوښ کړي

په تیاره وطن خوره کړي د لمر لوبه

او لایق د شکرانې په سجده پرېوزي

د ویاړونو له دې ستر بریالیتوبه