...

سلیمان لایق

لېونۍ له جادوګرو سره راغله

له نڅا او له سندرو سره راغله

ځمکه ګل شوه، لاره ګل شوه هوا ګل شوه

د عطرونو له لښکرو سره راغله

مټې لوڅې، ګرېوان خلاص، څڼې پېچلې

له بربنډو یرغلګرو سره راغله

سر پې دروند، پښې بې واکه، عقل تللی

له بدمستو سرببرو سره راغله

له مستۍ په سمه لاره کږه وږه ځي

د چمبې له څرخولو سره راغله

زما د سر د چټولو په تکل کې

د سرونو له لوګرو سره راغله

محتسب په ولاحول کې ګونګی شو

مسلمانه له کافرو سره راغله

څه برباد شوه د لایق د مینې لوبه

چې لیلا له بنیادګرو سره راغله