سلیمان لایق
پرون بیا
ساحل ته ووتې بربنډې
د بربنډو
یرغل نه غواړي ملنډې
د وحشي مېږو
په څېر په لوڅو لمو
د ساحل په پستو
شګو لمر ته پنډې
ټولو ښکار ته
تلک ایښی دی د زړونو
که جینۍ دي،
که مېړوښې دي که کونډې
هر اندام یې
یوه فتنه شي په خرام کې
بې خنجره
زړونه وړي لوڅې لونډې
لکه سره شراب
سحر په تشه ګېډه
بې سلا ځيګر
ته ځغلي غونډې منډې
څه فتنې په
افغانانو باندې وشوې
ګوره نور لا
په دوی څه کا پردۍ رنډې
مهاجر اخون د
سترګو په زنا کې
ګناهونه په
شا کړي پنډې پنډې
توکل یې ورته
کړی که پې بر شي
د دې لوڅو
ښاپېرو په یوې شنډې
هیڅ صرفه به
پې ونه کړي سلیمانه!
ټول ایمان به
صدقه کړي تر یوې ګنډې