...

سلیمان لایق

چې ساتونکي د وطن وو هغه لاړل

په هېواد باندې حاکم شوو قاتلان

ملایانو ته تر هر افغانه ښه دي

وطن پلوري او مختوري پنجابیان

د انګرېز په وسله وژني خپ لوګړي

طالبان دي ملایان دي که چریان

عقیده یې په خپل قوم او خاوره نشته

ورته ښکاري ټول قومونه عربان

یا هغه چې عقابان د سر درو وو

یا دغه چې کوړکې چرګې د ډېران

یا هغه چې د زمرو لاره پې نه وه

یا دغه چې پې سپاره دي ګیدړان

یا هغه چې سر یې نذر د ناموس و

یا دغه چې ښځې پلوري په غران

لویه ربه دا دې څه په موږه وکړل

الامان او الامان او الامان