...

سلیمان لایق

یوه ناره شوه چې پتنګ له دنیا ووت

یو مخکښ د نام و ننګ له دنیا ووت

د رزمي کاروان د ځوانو اتلانو

یو ټپي ټپي پلنګ له دنیا ووت

هسې نه ده چې یو تش سرتېری مړ شو

یو پاڅون او یو غورځنګ له دنیا ووت

پرېږده پرېږده چې توپان له کچې ووزي

یو د غره په شان نهنګ له دنیا ووت

خپل ژوندون یې د وطن تر هستي جار کړ

د خپل زړه په وینو رنګ له دنیا ووت

عشق د خلکو ملنګي ده، شاهي نه ده

رازمحمد لکه ملنګ له دنیا ووت

سرغندوی د انقلاب د سرو رزمونو

یو سرتېری ضد جنګ له دنیا ووت

د خپل لاس او دسترخوان له سخاوته

پوروړی او لاس تنګ له دنیا ووت

اوس به څوک په سپیدخان کې بیرغ جګ کړي

چې زموږ د تورې شرنګ له دنیا ووت

څو لایق د ده په سر شمله تړله

خدای وروغوښت، بې درنګ له دنیا ووت