سلیمان لایق
مړ شو افغان
پور خو ارمانونه یې لا پاتې دي
زما په سوي
زړه باندې داغونه یې لا پاتې دي
ما وې په یوه
ګډ سفر به ځو د جانان لوري ته
دی یوازې ووت
میثاقونه یې لا پاتې دي
جګ شو بې
نوبته د تګ تنده پې غاوره شوه
پور د دوست
یې پرې کړ نور کارونه یې لا پاتې دي
وخت ډېر
بېړنی و، ستنېدو ته یې مجال نه و
دلته خرابات
کې ډک جامونه یې لا پاتې دي
ستونی یې له
سویو چیغو ډک و خو خالي نه شو
ننه په ګوګل
کې فریادونه یې لا پاتې دي
ما وې خپل
عیبونه به شمېرم د ده هنداره کې
هی څه نا
اخیستي تصویرونه یې لا پاتې دي
څوک وایي
امین تش لاس د ژوند له ښاره کډه شو
شخړه یې جاري
ده مورچلونه یې لا پاتې دي
مرګ یاغي
بېړۍ شوه مست ماڼو څپو ته ننوت
زموږ په سره ساحل
د پښو پلونه یې لا پاتې دي
مه نګېره چې
شپه به د امین جونګړه ډوبه کړي
دی که الونیا
شو داستانونه یې لا پاتې دي
نه مري په
تیارو کې لارښوونکی د مېړو څراغ
څه که لمر
لوېدلی څراغونه یې لا پاتې دي
لاړه د وحشي
دریاب څپو ته په غېږ ورغی
روح د سندر
شو توپانونه یې لا پاتې دي