...

سلیمان لایق

سر راپورته کړه خیبره چې اسمان دې توپاني شو

هر وګړی دې ایمل شو، هر بچی دې روښاني شو

ټولې وینې د تاریخ شوې ستا پر تړو تصویرونه

هره تړه دې منظر شوه، هر سرتېری دې ماني شو

پټ د زړه دننه زغم چې ناسور و د کلونو

نن راووته دباندې، ټول جهان ته عیاني شو

د بابا ځنازه راغله پرې خورې د رحمت وړانګې

هر یو بوټي فیضاني شو هر یو کاڼی نوراني شو

د دښمن له لاسه ووت برخلیک د افغانانو

زموږ برخه د تکل شوه، زموږ بحر توپاني شو

زموږ اسمان چې و ډوب شوی د بېړیو په تیارو کې

اوس زموږه لمر اوخوت، دغه لمر جاویداني شو

ننګرهاره تل بهاره، زر رحمته، زر عزته

ستا په هره لوېشته خاوره، چې بابا دې مکاني شو

لر او بر سره یو شوي معجزه نه ده نو څه ده

له امو تر اباسینه، وطن ګرده افغاني شو

یادونه: دغه شعر په تورخم کې د پښتنو د ازادۍ لپاره د سوله ییزې مبارزې قهرمان او د بشرپالونکو افکارو ستر مبلغ باچا خان د ځنازې استقبال ته چې له پېښور څخه جلال اباد ته لېږدول کېده، ډالۍ شوی او خپور شوی دی