...

سلیمان لایق

تور کاته یې سره لامونه شوو په ما کې

بې رغاوه پرهارونه شوو په ما کې

چې د مینې اوربټيو راچاپېر کړم

مست خندي یې سره لامونه شوو په ما کې

د لیلا د تورو سترګو ګوزارونه

د توبریو یادګارونه شو په ما کې 

ما له سترګو اننګو ته پناه یووړه

مړې لمبې یاغي اورونه شوو په ما کې

چې نازونه یې زما په زړه کې نیال شوو

یادګارونه یې داغونه شوو په ما کې

د هجران د اوسېلیو سره بڅري

اورشیندونکي سیلابونه شوو په ما کې

هطرې ساندې د تاریخ له فصله وتې

د زمان جنګي شعرونه شوو په ما کې

د پېړیو د رغلي سرې سکروټې

د زردشت ستانه اورونه شو په ما کې

چې کاروان د بېلتانه سفر ته ووت

جرسونه فریادونه شوو په ما کې

د افغان په ستر نامه مې قلم جګ کړ

الهامونه دریابونه شوو په ما کې

مړه حرفونه چې زما ژبې ته راغله

لارښوونکي څراغونه شوو په ما کې

د مظلومو بې اوازه سړې ساندې

لاعلاجه پرهارونه شوو په ما کې

د لایق د تودو اوښکو سره بڅري

د اورونو سېلاوونه شوو په ما کې