...

سلیمان لایق

له زندانه شکوه مه کوه حسامه

شکایت نه منل کیږي د مردانو

چې د اور پ کوڅو تېر نشي سرتېري

توپير نه شي د مردانو نامردانو

زندانونه مدرسې د ازمایښت دي

د وطن د واقعي قهرمانانو

په سره اور کې سړه اوسپنه پولاد شي

مصیبت تله او تول دی د مېړانو

څه حاجت دی د زګیروي هر نامحرم ته

په تقدیر د زمري څه د شغالانو

که په مینه د وطن سوی یې ګوره

عوض نشته د سرتېرو پتنګانو

چې له خپله سره تېر شي بیا اتل شی

بل له نورو څه توپیر د اتلانو

مه له چا نه برخه غواړه مه ویاړنه

عشق کافي دی د رښتینو عاشقانو

د مجنون سترګو ته ټول جهان لیلا ده

لیلا څه ده، یو ارمان د لېونیانو

لاره پراخه ده پر مخ ځه مه درېږه

ځان ازاد کړه له زړو منافقانو

د رستم غوندې په خپلو مټو تم شه

زینه مه شه د ځان پالو شیطانانو

زر کرته د شیطان تر خدمت ښه ده

ملاتړنه د وطن د عاشقانو

یو واحد وطن یې ووېشه په برخو

په بښتون او هزاره او تاجکانو

په بلوڅو په ترکمنو په ازبکو

د شمال او د جنوب په لوټمارانو

او د دوی په توطئو او دسیسو کې

لار خطا کړه د وطن مبارزانو

زه له خپلو خوارو خلکو نه، شرمېږم

چې موږ لاړو دوی اسیر شوو د ټګانو

ټول مقصد د انقلاب یوه نکته ده

ازادي د ساده وریو له لېوانو

دا زما ذاتي باور دی مړ به نه شي

دا ارمان د انقلاب د افغانانو

یادونه: جنرال حسام الدین حسام په ۱۳۲۷ل کال د پکتیا ولایت ښرنې ته نږدې د ملکانو په کلي کې زېږېدلی دی. دی د افغانستان د حربي پوهنتون څخه فارغ شوی او د نېک نوم لرونکی یو وطنپال افسر دی. دی د وطن ګوند د حاکمیت تر سقوط وروسته له کورنۍ سره هالنډ ته مهاجر شو او د یوې بین المللي توطئې په وجه په هالېنډ کې په ۱۲ کاله بند محکوم شو او د دې پېښې په سبب د ده شعري قریحه رابیداره شوه او مخ یې ادبیاتو ته راواړاوه. لایق د ده د تسلا او له هغه سره د ملاتړ لپاره دغه شعر د بند په شپو کې هغه ته ولیکه