سلیمان لایق
ساقي ولې
ګړنګوې خالي جامونه
نه مستان
شته، نه غرڅې، نه یې لامونه
نه د زړده په
چم ګوزار د چا د غشو
نه د ترکو د
خنداوو چپاوونه
نه د نجونو د
باګرام مستې نڅاوې
نه د ناز په
اور د سویو فریادونه
نه لیلا، نه
یې وږمې د خورو څڼو
نه مجنون، نه
د جنون بیابانونه
نه ادم چې د
درخو په اور لوګی شي
نه نغمې چې
سره لمبه کړي ربابونه
که هر څو یې
ننګونه نه راګرځي
د تېر شوي
زلمیتوب تاوده کلونه
په زمان کې
وچه شوې د عشق وینه
ساړه شوي
ګهیځونه ماښامونه
که یو ځل د
زاړه تاک په مړو ایرو کې
بیا ژوندۍ شي
لمبه زېږي مړه اورونه
او لایق ته د
مستۍ میدان هوار شي
چې ورپو کړي
مړه ځنګل ته سره اورونه
او ساقي په
دې مامور کړي چې له مخې
په سپېرو
دښتو خواره کړي دریابونه
یو ځل ډوب
کړي د شرابو په تالاب کې
لمر ځپلي، جل
وهلي ځيګرونه
ملایان له
درانه خوبه رابیدار کړي
د جنت په دود
پې ووېشي جامونه
عیاران په
مستۍ وباسي له عقله
چې اره کړي ورلوېدلي ځنځيرونه
د جومات امام
راوباسي بنډار ته
سره یو شي
خرابات او جوماتونه
د رنګونو او
ننګونو توبير ورک شي
یوه کعبه شي
زموږ د زړونو پاکه خونه
لاره یوه کړي
د ملا او د مغانو
سره وتړي جلا
جلا قومونه
په پرانیستي
ګرېوان ووایي عالم ته
موږه یو کړه
خپل جلا مصلحتونه
رابهر شئ د
ګرېوان له کلکو ګارو
لاره نشته
رغېدا ته بې له یونه
راځئ ووځو له
دې تنګو قالبونو
تړانګې
تړانګې کړو په تن کې کمیسونه
د واعظ له
امرونهې ځان ازاد کړو
د شیطان له
لومې خلاص کړو خپل غوږونه
مغني د رباب
ژبې ته اور ورکړه
چې پې وسوځو زاړه زاړه غمونه
چې راوباسو
لایق له تورو شپو نه
پې خواره کړو د رڼو ورځو وزرونه