...

سلیمان لایق

زه چې ګورم د امین د وینو لوبه

بل څه نه دی انقلاب بې له آشوبه

سرو جنډو، سرو شعارونو، پیل کړيې

د قدرت د بدمستانو یوه خرلوبه

ښکاره جبر، تعصب، نادوده کبر

لار ایستلې مخامخ تر لېونتوبه

له هیلمنده تر هراته ځمکه سوځي

کندهار د لمبو لاره شوه تر ژوبه

په کابل او په غزني او بدخشان کې

د انسان په وینو خاوره شوه خړوبه

هر دانا چې سر اوچت کړي اعتراض ته

بې پوښتنې لکه ژوی شي سرکوبه

زیارکښان د ګوند په ژمنو بدګومان شول

دند اوچت شو له نايي او له خاکروبه

څه ککرې چې برباد شوې بې تقصیره

د امین د خاندان له ظالمتوبه

خولې تړلې دي خو سترګې سره ګوري

لکه څوک چې په محشر پاڅي له خوبه

څوک له بندې خولې نه سپوڼ ایستلی نه شي

توبه توبه، توبه توبه، توبه توبه

لا اټکل یې د لایق په خایل کې نه و

چې راوځي به سړی له سړیتوبه

څه بلا درباندې پرېوته له هسکه

اې د خلکو بې اوازه مظلومتوبه

تصور د دې ناورین مې کوی نشو

په اوږدو کې د خپل عمر تر زړتوبه

اوس به کوم طبیب ته وړم د زړه ټپونه

لا علاجه شوې زما د زړه زهوبه

د مرګونو لړۍ لاړه انتقام ته

د وحشي ځواب به شي له وحشیتوبه

خشمېدلی ولس به پاڅيږي ځواب ته

له کونړ او بدخشان څخه تر ژوبه

اې ساقي د ترخو ورځو چېرته ورک یې

دریابي تنده مې لاړه تر وچوبه

سرې سکروټې راشېوه کړه په ساغر کې

چې د شعر وچه سیمه کړم خړوبه

یو دریاب زما غمونو ته په کار دی

سوک مې نه شي د شرابو په څڅوبه

سم مې وباسه له عقله چې فارغ شم

د امین د استبداد له بوده توبه

ما وې موږ به یوه راڼه سحر ته ووځو

د دې تور ماښام د لړو له آشوبه

لایق زهر د دوا په فکر وچښل

اې زموږ د پاکو زړونو ساده توبه