سلیمان لایق
دی یو روهي
ګل و، وچو دښتو زېږولی و
دی یې د اغزو
په ډکه غېږه کې روزلی و
دی یې په
زانګو د ترږمۍ کې زنګولی و
دی یې د وحشي
تاریخ څپېړو ته نیوی و
واک یې ورنه
وړی، سرنوشت ته یې تړلی و
بیا یې د
پښتون نېستمنې برخې ته بښلی و
دی په نور
عاشق شو د تیارې کوډې یې ماتې کړې
خپل څراغ یې
بل کړ د ظلمت روډې یې ماتې کړې
باد د سباوون
شو، د سپېدو په لټه والوته
پلن شو په
افق د خورېدو په لټه والوته
وړانګه شو،
پر شپې د برېدو په لټه والوته
یوه ازاد
ساحل ته د وتو په لټه والوته
یوه د نور
دریاب ته د لامبو په لټه والوته
یو یتیم څراغ
د لمرېدو په لټه والوته
وې لیده په
لرې مستقبل کې د وطن رڼا
بل یې کړه په
دې مشال د خپلې روح او تن رڼا
یوه وړانګه
یې ولیده فکرونه یې لمرونه سوو
عقل یې ازاد
سو، ترې نه لیرې ځنځيرونه سوو
خوست د سینا
دښته سوه، اغزي واړه ګلونه سوو
بل په مړو
ډنډرو، د خاټولو څراغونه سوو
یوه پرخه یې
وچښه، ترېنه تویې دریابونه سوو
ویښ یې په
نغمه کې، ګونګي سوي ربابونه سوو
نوی ساز یې
سر کړ د پېړیو سرببرو ته
رنګ د لمر یې
ورکړ د سارا تورو ډبرو ته
لار یې خطا
نه کړه، وحشي توپان په لړو کې
برخه يې وا
نه خیسته، د برخو په جګړو کې
ځان یې ککړ
نه کړ، د لوټلو په چیکړو کې
سوله یې شعار
کړه، د زخمي وطن په شخړو کې
خپل څراغ یې
بل کړ د یاغي غرونو په تړو کې
نه ځي
ماڼوګان په پردۍ خوښه په جګړو کې
دی د نوي دور
معجزو ته امیدواره و
دی د بهیرونو
بدلېدو ته امیدواره و
ګوره ده په
لوبه د اسمان کې څه لیدلي وو
ده په اور
اخیستي بیابان کې څه لیدلي وو
ده د ګردشونو
په توپان کې څه لیدلي وو
خدای زده ده
د وینو په باران کې څه لیدلي وو
ده د ورکو
لارو په کاروان کې څه لیدلي وو
ده په چورو
سولو د خپل ځان کې څه لیدلي وو
کېناسته په
اور کې، د ژوند برخه يې ایره سوله
جوړ لکه
پتنګ، د خپلو هیلو هدیره سوله
ګل کړې سترګې
پټې، خو روان لا ګردشونه دي
لا د موږ په
ځمکه د دېوانو یرغلونه دي
کلي د مرګ
کندې او ښارونه زندانونه دي
تور طالب عرب
سو، مسخ سوي فرهنګونه دي
ستر بودا
اعدام سو، بدل سوي تاریخونه دي
لا د لمر
کوڅو ته، د وتو هڅې ناشونه دي
دا یوه مقدره
د تاریخ ده په وختونو کې
نوی نهضت
روزي د جنګونو په اورونو کې
دا خوني
پاڅون دی شونې نه ده چې ملنډه سي
شرق او غرب
به لوڅ سي، د فتنو لوبه به شنډه سي
مور د
پاکستان او د ایران به پکې ټنډه سي
دا به د
تاریخ د لعنتونو یوه پنډه سي
زموږه د وطن
د ارمانونو لار به لنډه سي
دې منزل ته
مخکې لا پراته سمندرونه دي
لا د لمر پر
لار، د ترږمیو یرغلونو دي
اوس ښيو او
کیڼو توطئه سره وېشلې ده
اوس د طالب
تبه روښانفکرو ته وتلې ده
توره مساله
په سره برغولي څڅېدلې ده
توره نکټايي
د مولوي مندیل خوړلې ده
اوس پروني
ځوان د امارت توره تړلې ده
لو ببره ږیره
یې په مخ راځړولې ده
لار پاکستانۍ
ده، بیرغونه افغاني لري
زموږ ننګي
وطن ته د تصمیمونه د وراني لري
دا
روښانفکران اوس د تیارې ترجماني کوي
توره شپه
پالي خو په سحر بدګماني کوي
زر کاله زاړه
دي، لافې شافي د ځواني کوي
زړه یې د
پنجاب دی، خو خبرې افغاني کوي
پالي د اکبر
توره، لمنځونه روښاني کوي
واک یې له
شیطان سره، اکټونه رحماني کوي
هر ډول ته
ګډيږي دا د ورځو د نرخو زمن
دا د هر ساعت
د بدلېدو رابدلېدو زمن
دوی غواړي چې
خپله د پرون برخه بدله کړي
تله د تاریخ
په خپله ګټه بله تله کړي
خپله پخوانۍ
څېره د وخت په خوښه بله کړي
مور ته په
کنځأو یوه خیرنه لاره خپله کړي
ځان پسې د
ځان په څېر بې شرمه کسان ډله کړي
ګوندې په دې
لوبه د ډوډۍ برخه ډپله کړي
پرېوزې د چا
پښو ته د ننګونو لاره خوشې کړي
سم د چا مریي
شي د پلرونو لاره خوشې کړي
دغه شپه به
پای سي، راڅرګند به سحرونه سي
وچ وطن به
شین سي، تور اغزي به سره ګلونه سي
لار به
افغاني سي، وطني به شعارونه سي
خلک به ازاد
سي، او خپلواکي به ګوندونه سي
دا تور
پاکستان به، بې منتره بې افسونه سي
دین به بې
ازاره سي، ملا به بې جنونه سي
کار او
پرمختګ ته به سل نوې کوڅې خلاصې سي
فکر به ازاد
سي، استبداد به بې مضمونه سي
موږه د روهي
په یادو، ستایو د روهي وطن
دغه د
هوډمارو افغانانو ابدالي وطن
دا د
غورځنګونو پاڅونونو افغاني وطن
دا د
قربانیو، سربازیو او ځواني وطن
دا د سړیتوب
او تمدن اریاني وطن
دا د اشیا
زړه د افغانانو ارماني وطن
دا به بیا
اوچت سي د بقا نوی مثال به سي
دا به روهي
لمر سي، د تاریخ نوی جمال به سي
په تیاره کې غوړېدلی ګل: د افغانستان د علومو اکاډمي کاندید اکاډمیسین ارواښاد محمدصدیق روهي د ژوند ځلاندې خاطرې ته ډالۍ شوی دی.