...

امیر حمزہ شینواری

د مېړنو غوندې خبرې کوم

د پښتنو غوندې خبرې کوم

ستا د لېمو غوندې خبرې کوم

د لېونو غوندې خبرې کوم

د مينې باده اسماني دې کړمه

د بړبوکو غوندې خبرې کوم

نه وي الفاظ پکې مفهوم وي فقط

د اسوېلو غوندې خبرې کوم

باده د مينې مې نوشلې ډبره

چې د سلګو غوندې خبرې کوم

ته مې کوربه شولې چې راغلې اشنا

د مېلمنو غوندې خبرې کوم

ستا د صحبت په برکت وي ګله

چې د اغزو غوندې خبرې کوم

ساده پښتون يمه خفه چې نه شې

د آيينو غوندې خبرې کوم

حمزه غزل به مې کوم رنګ نه لري

د پسرلو غوندې خبرې کوم