...

امیر حمزہ شینواری

چې په مزه غوندې خبرې کوم

داسې چپه غوندې خبرې کوم

ستا خوشحالي چې په کې وينم اشنا

ځکه خفه غوندې خبرې کوم

څوک پرې پوهېږي نه، خو خوند ورکوي

څه عجيبه غوندې خبرې کوم

ټيټې يې نه کړې ستا پخې سترګې

څه که کچه غوندې خبرې کوم

دا برکت د پښتنې ژبې دی

چې نارينه غوندې خبرې کوم

صفا صفا وي حيرانېږي ولې

آيينه غوندې خبرې کوم

راغلې ناڅاپه وار خطا دې کړمه

ځکه مېلمه غوندې خبرې کوم

له هغې ورځې چې ستا مخ مې وليد

څه تماشه غوندې خبرې کوم

چې د تا سترګو ته مې سم کتلی

نن د حمزه غوندې خبرې کوم