امیر حمزہ شینواری
ياد لره که
چرې د صورت خبرې هم کوم
زه پاکيزه
ښکلي سيرت خبرې هم کوم
نه هېرېږې ما
نه پښتونواله په غزل کې هم
ستا يمه که
ښکلې د غيرت خبرې هم کوم
ما ته حقيقت
د پښتونواله اسلام وښودو
کړم که د ملت
لوميت خبرې هم کوم
کار زما په
اصل کې تسخير د کاينات ګڼه
بس خو په دې
ترڅ کې د بهارت خبرې هم کوم
زه چې روهيلي
يم پښتني سترګې به ستايمه
بيا له هندو
سترګو د نفرت خبرې هم کوم
هسې نه چې تل
زما په خوله اُحد او بدر وي
ولوله تاريخ
د پانې پت خبرې هم کوم
بيا مې هير
سبق په سيالکوټ او په لاهور ووې
بيا د مستقبل
د شجاعت خبرې هم کوم
هېر سبق به
بيا د أهنا هندو نه ياد کړمه
زه د شنا
ستري د طبيعت خبرې هم کوم
هير مې
سومنات و جوړ کشمير راته را ياد کړلو
حرج پکې کوم؟
چې د جنت خبرې هم کوم