...

امیر حمزہ شینواری

وران ويجاړ کنډره ميخانه پيدا کوم

زه له خپلو خاورو ځان ته پېمانه پيدا کوم

تغير په کايناتو کې زما له ارادې دی

زه په خپله زمانه يم، زمانه پيدا کوم

جوړ سامان د عياشۍ کړم وايم وخت کوې غوسه

وخت زما دی ګوډاګی خو بهانه پيدا کوم

چې صدا د تناسب ترينه فطرت را ويستی نه شي

د هغه بسريط د زړه نه ترانه پيدا کوم

کرونده د نمر په زړه کې د تېرو شمه کولی

د يو ځلند حقيقت نه افسانه پيدا کوم

د فطرت په هر انداز کې زه ځلېږمه چې ژوند يم

په اضدادو کې ترمنځه يارانه پيدا کوم

زمانه زما احساس د خپل وجود بې نور څه نه دي

هم د دې نه دا روانه زمانه پيدا کوم

ودانه مې په مينه شوه حمزه د زړه جونګړه

په دې ورانه کې د وصل خزانه پيدا کوم