امیر حمزہ شینواری
کړه مې طمع
حرف په حرف سره مضموم شوم
خود لايق د
غړوندو ومه معلوم شوم
هر يو کار د
دنيا ښکاري راته لوبه
چې په عقل
عمر پوخ شومه ماشوم شوم
ته چې نه کوې
خندا ولې به ژاړم
ګل فشانه دُر
شيندونکی وم خو شوم، شوم
چې خواخوږي
دې همه په ګوته شمار کړل
مهربانه ياره
وايه چې زه کوم شوم
اوس مې ته هم
کله کله په ښو ياد کړې
چې له سترګو نه
دې پرېوتم مرحوم شوم
که هر څو دې
وم په هجر کې پوخ شوی
خو په اور د
امتحان کې دې بيا اوم شوم
ما حمزه که
ځان شماره په محرمانو
اوس د دو له
ياده ووتم محروم شوم