امیر حمزہ شینواری
څو که زه
غايب دې د بڼو سپرو له صف شوم
هر خوا ته چې
لاړم خو د غشو يې هدف شوم
هله شوم
معمور د حقيقت په مرغلرو
زه چې سر تر
پايه همه غوړ لکه صدف شوم
هغه بې طرفه
مې و نه موندو صحيح ده
بيا هم دومره
وشول چې په خپله بې طرف شوم
سل مې که وو
زړونه په يو دم دې رانه يووړل
پېښ چې د
تسبو غوندې اشنا د تا په کف شوم
ځکه مې معراج
د محبت په نصيب راغی
ښکليه چې
اشنا دې د دوه سترګو له رف رف شوم
نفسه! د خيبر
د دروازې دې خير غواړه
زه حمزه حاضر
چې په درګا د شاه نجف شوم