...

امیر حمزہ شینواری

له فطرته به بدبخت ومه چې رد شوم

بد مې فهم شو چې ستا له فهمه بد شوم

زه سره له بد عمله يو ملک وم

خو چې ستا له سترګو پرېوتمه رد شوم

سپوږمۍ هله تندر نيسي چې پوره شي

نا اشنا شومه چې تا سره بلد شوم

نېک عمل مې په زړګي کې رڼا نه کا

په اوراد که هر سبا د نونود شوم

تېز ګامي د خپل مزل راته بلا شوه

زه له خپلې کم فهمۍ نه تېر له حد شوم

ستا نظر د محبت و نور څه نه و

چې په دوو کې زه ياد ستا په مدد شوم

هر څه وشو خو تفضيل رانه لاړ نه شو

په هر ځای کې ثناخوان ستاسو د جد شوم

دا رڼا مې ده کافي که نور څه نه وي

جرې ګېر که په تېرو کې د لحد شوم

خاکساري مې يو اهم جز د فطرت دی

چرې پوهه په غرور نه په حسد شوم

ستا خفګان په بلو بلو يم سر کړی

په نامه د بې وفا ولې نامزد شوم؟

ما حمزه به مات کړی و سد د سکندر هم

ولې څه کړم چې په خپله د ځان سد شوم