...

امیر حمزہ شینواری

نن دې رنګ له ډېره قهره بدل وينم

مستعد دې په خفګان او جدل وينم

چې نظر مې ستا د لب په بوسه سېر شو

د بڼو په څوکو ځکه عمل وينم

د کوتر په مخ سترګې دې د باز کړې

په صورت کې دې صورت د اجل وينم

په فتنه کې فتنه آب شوه بخت مې بند دی

بهېدونکي دې په اوښکو کجل وينم

چې دندان دې د شانې ښخ کړه په زلفو

منتشره شېرازه د ملل وينم

تعجب دی چې د عشق د عرش له سره

د هجران د سمندر ښکته تل وينم

بې له تا د الفت ناوې ده بې خاله

زه حمزه يې په ښايست کې خلل وينم