امیر حمزہ شینواری
بدرنګي دې په
ښايست کې سينګار وينم
دا نقشونه
نازکۍ لره بار وينم
چې په عشق کې
د خپل تن پاتې شوم سوری
ياره اوس
راغلې په لاس کې دې هار وينم
په رګ رګ کې
دې ځوانې کړې غځونې
ورک د سترګو
د عاشق نه خمار وينم
د اصول په
نقطه ښخ لکه پرکار شوم
د ګردش په
دايره کې قرار وينم
يم يو عکس پټ
ښکاره له خپله خانه
ځان په خپله
آيينه د کردار وينم
کړه خورې
زلفې وريځې ګورې ګورې
چې په سترګو
کې وي ست د خمار وينم
په خندا مې
مړغيجن د ځوانۍ ګل شو
چې په شونډو
دې خندا د بهار وينم
دا سپرلی دی؟
چې په وير دي څو بلبلې
څو ګلونه
ګريوان څيرې په دار وينم
بدرګه به دي
کړي لوټ کاروان د حسن
د ړندې ځوانۍ
په لاس کې مهار وينم
دا په زړه کې
مې ستا مخ دی چې موسکی دی
که زه تنده
په فانوس کې حصار وينم
حمزه پټ يې د
ليلی درنه محمل کړ
دا پرده د
اسوېلو د غبار وينم