امیر حمزہ شینواری
تښتم له سړي
نه له انسان سره کېنم
چرته چې
کېنمه له خپل ځان سره کېنم
نه کېږي تر
دې چې له کاروان سره کېنم
زه د خاموشۍ
له بيا بيان سره کېنم
راز د جمعيت
او پرېشانۍ راته معلوم شو
زه چې کله ګل ګلستان سره کېنم
ورشم په بلنه
د اشنا چې رقيب نه وي
کېنمه مجبور
خو له ارمان سره کېنم
بيا هم يم
يواځي که جانان سره کېنم
څه پوهېږي
خلق له خپل ځان سره کېنم
وي نوی الهام
د غريبانو په صحبت کې
ځکه نه ملک او
نه له ځان سره کېنم
ټکی د عرفان
يمه که نه وي سمندر يم
زه د افسانې
چې د عنوان سره کېنم
ستا تر اوو
مې ځمکه ښوره چنه نه کړه چرې
نه چې لږ د
څاڅکو د باران سره کېنم
لارې مې د
ذهن چراغان د معاني دي
ځغل کې د
سيالۍ د کهکشان سره کېنم
فخر ته پخپله
آيينه کړه هنرمنه
زه حمزه
حيران يم له حيران سره کېنم