امیر حمزہ شینواری
په ساده
سترګو کې دې غلا پېژنم
هر څه دې
پېژنم چې تا پېژنم
ښکليه شامل
پکې يو ته هم سهي
زه خو په هر
څه کې ښکلا پېژنم
زه خو څه نه
وايم موسېږې ولې
بې لوظه ياره
زه خو تا پېژنم
جار دې له
زلفو، نقاب مه اچوه
زه خو هم شپه
او هم سبا پېژنم
په حافظه زما
ستم مه کوه
څه ضرورت دی
چې دې بيا پېژنم
کله ساقي کله
پيالې ته ګوري
زه په محفل
کې وارخطا پېژنم
وه سنګدلي دې
په ښکلا کې پټه
اوس خو
سپوږمۍ هم يې رنا پېژنم
مينه ساده وي
خو ناپوهه نه وي
تا خو له تا
نه هم سېوا پېژنم
ګرد د صفت نه
وي حريم کې د ذات
اوس دې نه
ناز او نه ادا پېژنم
ته به مې
پېژنې دروغ به نه وي
زه خو دې
ښکليه په رښتيا پېژنم
له ډېره
سوخته په خندا شوې حمزه
دا دويم رنګ
دې د ژړا پېژنم