...

امیر حمزہ شینواری

ځينې خبرې چې په زړه راولم

بيا يې نو ولې په خوله نه راولم

له زړه نه ستا د تصور قافله

ولې بيا زړه ته په لېمه راولم

يو څو خبرې داسې هم لرمه

چې يې په خوله، نه يې په زړه راولم

زړه خو مې ستا دی خو د زړه لپاره

د زړه خبرې ستا په خوله راولم

چې بې له تا نه پکې هيڅ نه راځي

وايه چې نور به په زړه څه راولم

ښه به وي دا چې ميلمانه د ارمان

څه اشنا ته او څه به زه راولم

نوې حجره د مينې جوړه شوله

اوس د دردونو مېلمانه راولم

جمع کوم په پخوانې يادونه

ورله جرګه زاړه زاړه راولم

حمزه رقيب ته د اشنا لپاره

په زړه به بد او نه به ښه راولم