...

امیر حمزہ شینواری

له مستو سترګو نه دې جام اخلم

زه له فلک نه انتقام اخلم

بس له ښکلا نه په ښکلا پرېوځي

چې ستا په لاره ګام په ګام اخلم

زه د حالاتو ښکار کولی شمه

له هغو زلفو نه به دام اخلم

سترګو مې ستا مينه هوښاره کړله

اوس چې زه جام درنه په بام اخلم

د ثريا فضا مې نه ده په کار

زه خو فضا د يار د بام اخلم

د بل وطن په ګبدنو مې څه

زه کړغېجنه د خپل قام اخلم

ما وې چې سترګې رانه مه ګرځوه

وې چې په سترګو دې سلام اخلم

ښکليه په دا چې ته بې لوزه نه شې

ستا له سبا نه به ماښام اخلم

د مغرب سرې سپينې خو زړونه چوي

زه غنم رنګه د خپل قام اخلم

حمزه بها د محبت خونه ده

چې ملامت د خاص و عام اخلم