...

امیر حمزہ شینواری

ستا په مخ يې ليکم چې اسان ليکم

ګران وي په ما ډېر چې غزل ګران ليکم

هر کله داستان چې د افغان ليکم

پوه شه پت او ننګ د مسلمان ليکم

ګل شو په خندا خندا کې شوک په شوک

حال د جمعيت د پرېشان ليکم

ژوند مې ګلدسته شوه د رنګ رنګ ګلو

دا ده افسانه چې يې عنوان ليکم

زلفې دې ستايم اشنا، که مخ د تا

مدح د کافر که مسلمان ليکم

څو چې خپل کېږي نو ځوانېږي هم

کم به وي تعريف چې د ارمان ليکم

وې پخپله ليک دې کړه محضر د مرګ

ما ووې اشنا چې په پشمان ليکم

پاتې لکه ګرد شي د اسمان ليکه

چرته چې اسرار د لا مکان ليکم

څو چې حمزه پايمه، حمزه به يم

پير شومه بې شک خو غزل ځوان ليکم