امیر حمزہ شینواری
چې ماضي ته
فکر نه کا هغه حال منلی نه شم
مخالف چې وي
له حاله، استقبال منلی نه شم
د ښکلا
سرمايه داره سامراجي خوبونه پرېږده
زه په مينه
کې هيڅکله استحصال منلی نه شم
که هر څو
مينه محور ده، د همه واړو خيالونو
خو چې ما له ما نه اخلي، هغه خيال منلی نه شم
په غوسه کې
شي لا ښکلی په موسکا کې خو لا پرېږده
دا همه واړه
جمال دی، ستا جلال منلی نه شم
چې خيال
يو شي، لګي يو شي او مړ نه شې بيا هم پايې
بې له عشقه
په بل څه کې دا کمال منلی نه شم
خپل مشال په
آيينه کې جوړوه په ځان مَېنه
زه خو يو په
تا مَېن يم، ستا مثال منلی نه شم
چې بې ستا له يوه مخ نه، نه څه ګورم نه څه وينم
بل مثال منلی
نه شم، بل جمال منلی نه شم
د خپل ځان په
تصور کې ځان له ځانه جدا ښکاري
اتصال چې
ممتنع دی، انفعال منلی نه شم
حمزه بې د
يار له مخه چې قرآن دی په معنی کې
بې باوره
راته ښکاري داسې فال منلی نه شم