...

امیر حمزہ شینواری

ستا په حکم کې تاخير کولی نه شم

له تقدير سره تدبير کولی نه شم

ستا بڼو د وصال خوب په خوب کې خوب کړ

څو چې ويښ نه يم تعبير کولی نه شم

بس چې ستا د مينې مې لاس د ناموس تور کړ

اوس په غم د ناموس وير کولی نه شم

ستا په مخ کې مې مجال د تقرير څه دی

چې خلاف دې د تصوير کولی نه شم

په وروستۍ سلګۍ کې راشه د يار نومه

بيا خو چرې دا تقصير کولی نه شم

خدايه دا يې توجه ده که غفلت دی

منتظر يم او شبګير کولی نه شم

ګله ستا د ښکلې ورشو دې وي سرسبزه

که سيلونه د کشمير کولی نه شم

چې د سرو اوښکو جرګه راسره نشته

ننواتی د تاثير کولی نه شم

ما پېښې د لېونو کړې چې په خود شوم

نور توهين دې د زنځير کولی نه شم

په کتاب د مخ د خط حاشيې وشوې

اوس اسان شولو تفسير کولی نه شم

حمزه اوس مې د حسرت د وينې وار شو

بس د اوښکو نور بهير کولی نه شم