امیر حمزہ شینواری
ته به ما نه
شې ليدی که دې لېمه شم
بيا به نورو
ته هوس کړې چې دې زړه شم
دا د عين او
د غير نفې جوړ صحيح ده
زه چې کله
کله ته او کله زه شم
نه زما په
خوله چې ورد هسې روان شي
زه خبر شم چې
و تا ته در په زړه شم
ته چې تل زما
د بدو شکايت کړې
که خدای
کاندې زه به ژر تر ژره ښه شم
د رقيب او
شمعې مخ و ته نظر کړه
زه حمزه دې له محفل نه چې په تله شم
زړه دې بد شي
سم چې تا ته په کاته شم
چې در نه شم
وايې څه شو؟ وايه څه شم؟
جګې جګې که
مې ته په زړه کې زړه شې
دريغه دريغه
چې دې زه په زړه کې خوله شم
څومره زه يم
ياره ستا د ديدن تږی
چې دې مخ ته
کړم نظر اوبه اوبه شم
هيروونکيه
بيا به وايې څه مې ور وو
لکه ياد کله
در پېښ چې ستا په زړه شم
څه خبرې مې
په زړه دي خو سلګۍ شې
طوفاني سترګو
ته ستا چې په کاته شم
زلفې پرانيزه
پرېشان يم له شوګير نه
په دې ګڼ
سيوري چې جمع زړه ويده شم
شمع رويه چې
رقيب ته په خندا شې
لکه دود دې له محفل نه په واته شم
شور او زوږ
مې حوصله د لوی منزل شي
ګنې يم د همت
زاڼې چې په تله شم
حبش خال يې د
محراب وروځو امام دی
حمزه نيت کړه
که وا ـ او که باښه شم