...

امیر حمزہ شینواری

التفات کې د نظر که ياره ستا شم

اميد شته چې به له غم ځنې رها شم

ما چې يو ورځ د رقيب څه پروا نه کړه

اوس چې مل يې شولې ته زه به فنا شم

ما کلونه ستا د در خاورې رانجه کړه

اوس به څرنګې له تا ځنې جدا شم

که دې خوا زما په مرګ باندې سړېږي

اشاره بويه چې تا باندې فدا شم

تا لاهو کړمه په داسې سفينه کې

نه پوهېږم چې ملاح که مرجوڼا شم

مرور که شې هزار به دې پخلا کړي

او که زه شم نو په خپله به پخلا شم

ستا رضا به حاصل نه شي په هيڅ رنګ

که هزار ځله قربان په تا حمزه شم