...

امیر حمزہ شینواری

نه زه د ښکليو په خوږو نه په ترخو پوهېږم

زه يې د سترګو پښتنو په اشارو پوهېږم

لاله ماښامه څو سلګۍ وکاندې ګل وښيي

ستا د راتلو وعده رښتيا وي په ډېوو پوهېږم

په نورو ژبو هم پوهېږم، خو پوهېږمه نه

ما ته پښتو وايه جانانه په پښتو پوهېږم

منمه دا چې ته زما په زړه پوهېږې اشنا

زه هم ښکليه ستا په سترګو غلچکو پوهېږم

ښه ده اشنا ته په وعدو پسې وعدې راکوه

ته مې تېر باسه خو زه هم په تېرويستو پوهېږم

د محبت په راز خبر شوم بې خبر يې کړمه

اوس خو اشنا زه دې په تلو نه په راتلو پوهېږم

حمزه شايد چې په رندانو کې د عشق يمه زه

د مستو سترګو تصور کې په سلګو پوهېږم