...

امیر حمزہ شینواری

غم کې دې د زلفو شوګېرو ته خوشحالېږم

زه د فراق يخو اوږدو شپو ته خوشحالېږم

دا مې انتها د لېونتوب ده که په خرد شوم

اوس چې درته ګورم زولنو ته خوشحالېږم

پاتې لا يو څو زلمي دي، دا هم غنيمت دي

زه یې د وقار لوړو شملو ته خوشحالېږم

لا د زړه حجره کې مې پښتو کوربنه ښکاري

وي که تنګدستي هم مېلمنو ته خوشحالېږم

ما ته چې ساقي په مستو سترګو مخامخ شي

کله يې لېمو کله کاسو ته خوشحالېږم

يخ مې په دې ټکنده غرمه د ارمان زړه شي

ستا حيا ځپليو اننګو ته خوشحالېږم

ته په دې خوشحال يې چې خفه يې له حمزه نه

زه دې، دې خوشحاله خوشحالو ته خوشحالېږم