امیر حمزہ شینواری
چې خندان شې
زه د ګل غوندې غوړېږم
د خوشبوی هسې
جامو کې نه ځايېږم
چې لمر مخی
يار مې ووت له نظره
ېه تلو تلو
کې لکه سيوری فنا کېږم
د سحر سترګې
څه ووې انتظار شه
چې له خپله
انتظاره هم بوږنېږم
ته خندان لکه
د ګل هغه ساعت شې
اشنا زه چې
لکه پرخه وژړېږم
ورځه ته خو
دې زړه صبر کړه زمانه
بيا ګيله
رانه کوه که نه صبرېږم
چې خوشحال يې
بيا له ما کړې تپوس ولې
ستا بلا دې
شي خبره که کړېږم
د فراق خزان
مې عشق بېرنګه نه کړ
زه حمزه که
لکه ګل غوندې رژېږم
پل يم د وفا
چې شمه ښخ نه پورته کېږم
ګرد يم د
کاروان چې په تمکين سره تېرېږم
حسن يې سراب
دی د رفتار طالنه ورک شه
تنده به
راياده شي چې هلته ورسېږم
ترک مې چې
مراد کړو راته ته د لرې غږ شوې
اورم دې اشنا
خو په مطلب دې نه پوهېږم
ګرد د کاروان
نه يم چې په تلو تلو کې پرېوځم
چغه د جرس يم
چې په هيڅ نه حصارېږم
زه لکه د سيوري د لمر مخي له فراقه
ورو ورو تياره کېږم په تګ تګ کې فنا کېږم
مخ دې رانه
ستون کړه زه همه ګاه ګاه شوم
زه لکه د
سيوري نمره دم په دم غځېږم
زه ستا له
جماله يو څراغ يم شمع رويه
پرېږده زه
حمزه دې يم يو نښه چې بلېږم