...

امیر حمزہ شینواری

اوس شوم په دې پوه چې منزل ته نږدې کېږم

ورو ورو چې دې خپل زړګي غافل ته نږدې کېږم

شوق مې د ديدن لکه د ګرد په پرېوتو شو

لا ترې لرې وځم چې محمل ته نزدې کېږم

ښه دی جوړ ارمان د شهادت له شهادته

خدايږو! مړغيجن شي چې قاتل ته نږدې کېږم

ما ته موسېدونکې مرحلې چې شوې بربنډې

داسې راته ښکاري چې منزل ته نږدې کېږم

دی زما مزاج د سمندر که زه قطره يم

ولې مې رټې که زه کامل ته نږدې کېږم

ستا د دوه لېمو يو التفات ترې عبارت دی

دا چې زه د دوو کونو حاصل ته نږدې کېږم

نن چې مې ضمير په طوفاني موجونو سر شو

خير دې وي حمزه جوړې ساحل ته نږدې کېږم