امیر حمزہ شینواری
زه همه اميد
يم د حسرت غلامي نه کړم
زه د زمانې د
عنايت غلامي نه کړم
عکس د فاطر
يم د فطرت په اننګو کې
کار مې
باداري ده د فطرت غلامي نه کړم
سپور که لرم
خوی ځکه چې غر د استقلال يم
زه د حوادثو
د زحمت غلامي نه کړم
ښايي چې کړم
هېره ابتدا د روانۍ
خدايږو د
منزل د نهايت غلامي نه کړم
داغ په
سړيتوب مې له هيڅ رنګه پېرزو دی
زه د تقوی د
طهارت غلامي نه کړم
تا ته که
ښکارېږي چې ځواني مې ده شډله
زه هم ستا د
ناز او نزاکت غلامي نه کړم
خپرې چې حمزه
د اضافاتو پاتې نه دی
زه د پاکۍ او
طهارت غلامي نه کړم