امیر حمزہ شینواری
د ژوندو مړو
ځنې زه را زنده عشق کړم
لکه تخم د
بقا کرونده عشق کړم
خال او وروځې
زلفې سترګې ګرمې نه دي
زه د هومره
حبشيانو بنده عشق کړم
خبردار يې
کړم د کار د بې کارس نه
زه په حال د
بې کارۍ کارنده عشق کړم
بلبلانو مې د
ژړا په کوکو سر کړل
لکه ګل د
خاموشۍ په خنده عشق کړم
د خرام چپه مې ګل شيندي په باغ کې
په عطا کې د
وحشت شرمنده عشق کړم
که ذره وم په
فلک د شهرت باندې
زه حمزه لکه
د نمر تابنده عشق کړم