امیر حمزہ شینواری
چې موسکا د
تکلف په هر ساعت کړم
د ناروغه
ارمانونو عيادت کړم
په کنځلو د
شهرت چې بهرور شوم
څه د خلکو له
کنځلو به نفرت کړم
د محفل تيارې
يې خود شي د سنابلۍ
لکه شمع چې د
ښکليو حکايت کړم
چې محفل زما
د ژوند پرې باندې تود وي
د خوږمنو احساساتو حفاظت کړم
خلک دې نه
جهانګرده چغه وايي
اسوېلی له
زړه چې خولې ته را اوچت کړم
مينه هيچرې
بايلات ته غاړه نه ږدي
زه چې وېره د
حسرتونو په تربت کړم
سود مې څه چې
يې قتيل د سترګو نه شوم
سود به څه د
شهيدانو په زيارت کړم
که ذره زحمت
د مينې يې کړو پورته
بسته زه په
واعظانو به رحمت کړم
حمزه دا به د
خوږمن زړه برکت وي
چې ساده وي
خو خبرې د حکمت کړم