...

امیر حمزہ شینواری

پريږده چې لوزونه د دروغو دې رښتیا کړم

ته راته سبا سبا کوه زه به بیګا کړم

توان لر مه دا چې د ماضي نه خراج واخلم

زه به پخوانی شمه، ستا مینه پخلا کړم

ستا د تصور دا خاموشي به کړم ګويانه

جوړه د خپل کور په شور و شر کې به غوغا کړم

برند که حوادث دي د وختونو په ککره کې

زه به حوصله هم پښتنه ورنه پیدا کړم

لا یې د سپین مخ خالونه شمېرم وزګار نه یم

پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لوري بیا کړم

لاس مې د اشنا په زلفو راکښودو تر څوکو

زه د پرېشانۍ په ابتدا کې انتها کړم

ښه ده ما ته داسي چې پردی پردی ښکاریږې

ستا هم دې ادا خو زه له تا سره اشنا کړم

ستا د طوفاني نظر به ساه شي لنډه ګنډه

داسي نوي نوي اسوېلي به راپیدا کړم

خوند د خاموشۍ راته غوغا د مينې راکړه

داسې راته ښکاري افقونه به ګويا کړم

یو ته يې چې قدر هيڅ زما د اوښکو نه کړې

ووايه چې څومره مشتري درته پيدا کړم

فرق د هيڅ  انسان سره هم نه کړي په عطا کې

ځکه خو واعظه داسې مينه په صهبا کړم

چپ به يم خو عشق به مې دنيا په رنګ کې رنګ کړي

ستا د مينې راز به په اخفا کې هم افشا کړم

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم