...

امیر حمزہ شینواری

ته هم بې بها يې او زه هم که بها وغواړم

څرنګه کېدی شي چې بې ښکليه له تا وغواړم

خير دی مه شرمېږه که پرون مې کور ته رانغلې

راشه نن به بيا درنه وعده د سبا وغواړم

خدايه وکړې هغه چې مې څه د اشنا خوښه وي

مه کوه هغه، که زه دعا په خطا وغواړم

ووې يو حکيم راته د ژوند په راز به پوهه شم

زه که په اخلاص چرې له خدايه قضا وغواړم

ستا په ثنا ګله چې ګويا لکه بلبل شومه

ته چې داسې چپ يې زه له چا به نوا وغواړم

ګونجي په تندي دې ولې راشي خضره ووايه

زه هم يو انسان يم که اوبه د بقا وغواړم

هسې خو مې سوال په پښتنه ژبه راتلی نه شي

بويه له خالق نه چې ضمير د ګدا وغواړم

خدای ته مې سوال وکړو رايې نه کړې نو معلومه شوه

دا به يې منشا وي چې له تا ځنې تا وغواړم

سیوری د شملې د بېنوا چې په ما شوی دی

سیوری به بيا څنګه زه حمزه د هما وغواړم