امیر حمزہ شینواری
بده خو نه ده
چې کمال غواړم
له خپله ځانه
اتصال غواړم
هوش چې په
ځای وي مينه چرته راځي
لټون د هوش
دی چې وصال غواړم
په کيفيت يې
پوهېدل غواړمه
نه اتصاف نه
انفصال غواړم
حسن چې ستا
ترينه مشتق دی اشنا
زه طلب ګار يم
هغه خال غواړم
زه حمزه چرې
تېروتی نه شمه
ته مې مراد
يې چې جمال غواړم